د شانګهايي د ملګرتیا موسسې غونډه د امریکا لپاره ماتي وه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121200-د_شانګهايي_د_ملګرتیا_موسسې_غونډه_د_امریکا_لپاره_ماتي_وه
ایلنا خبري اژانس راپور ورکړ د چین د بهرنیو چارو وزارت مرکزي اسیا ته د ولسمشر شي جین پینګ سفر د امریکا لخوا د چین د کلابندۍ د ماتي خوړلو لپاره سټراټیژیک ګام وباله.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 19, 2022 04:30 Asia/Kabul
  • د شانګهايي د ملګرتیا موسسې غونډه د امریکا لپاره ماتي وه

ایلنا خبري اژانس راپور ورکړ د چین د بهرنیو چارو وزارت مرکزي اسیا ته د ولسمشر شي جین پینګ سفر د امریکا لخوا د چین د کلابندۍ د ماتي خوړلو لپاره سټراټیژیک ګام وباله.

د چین د باندنیو چارو وزیر وانګ يي پرون وویل مرکزي اسیا ته د ولسمشر شي جین پینګ سفر په  شانګهايي د ملګرتیا موسسې کښې د دوستانو د کړۍ د پراخولو له لارې د امریکا لخوا د پیکینګ د کلابندۍ د ماتي د خوړلو لپاره سټراټيژیک ګام و.

هغه په ازبکستان کښې د شانګهايي د ملګرتیا موسسې د غونډې مثبتو نتیجو او ټیټو هسکو ته په اشارې سره وویل دغو نتیجو د شانګهايي د ملګرتیا موسسې هدفونه په قدرت سره مخ ته بوتلل او له اړونده هیوادونو سره یې د چین اړیکې نوي سویې ته لوړې کړې.

امریکا او اروپايي هیوادونو د اوکراین د جنګ له پیلولو وروسته له یوې خوا د روسیې د څنګ ته کولو هڅه پیل کړه او له دې سره په یوخت یې د تایوان په هکله په لمسونکو اقداماتو سره نویو تاوتریخوالو ته د چین د ورداخلولو او د پوځي جګړ د پیلولو کوشش وکړ خو د دوې دغه هڅې ناکامه شوي دي.

ځکه چې روسیې او چین د امریکا او د اروپايي هیوادونو له هڅو سره سره په دې موده کښې له یوبل سره خپلې تجارتي او ډيپلوماټیکې اړیکې پیاوړي کړي دي.