د روسیې پرضد د فرانسې بایکاټونه تیروتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121204-د_روسیې_پرضد_د_فرانسې_بایکاټونه_تیروتنه_ده
ایرنا خبري اژانس وايي د فرانسې په ولسي جرګې کښې د ملي ټولنې د فراکسیون مشرې مارین لوپن پرون په یوې ګوندي غونډې کښې د روسیې پرضد بایکاټونو کښې د پاریس ګډون یوه جیو پولیټیک غلطۍ وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 19, 2022 00:20 Asia/Kabul
  • د روسیې پرضد د فرانسې بایکاټونه تیروتنه ده

ایرنا خبري اژانس وايي د فرانسې په ولسي جرګې کښې د ملي ټولنې د فراکسیون مشرې مارین لوپن پرون په یوې ګوندي غونډې کښې د روسیې پرضد بایکاټونو کښې د پاریس ګډون یوه جیو پولیټیک غلطۍ وبلله.

هغې د روسیې پرضد د فرانسې بایکاټونه نامناسب او ناسم وبلل او زیاته یې کړه اروپايي اتحادیه هم دغه بایکاټونه له پروګرام پرته او د احساساتو له کبله تعقیبوي.

د فرانسې دغه سیاستوالې  مارین لوپن وویل د بروکسل خطرناک غلیمانه دریځ د اروپايي اتحادیې د غړیو هیوادونو د نیشنل ایزم او د ملي ځواکونو د ډیرې رټل کیدا سبب کیږي.

روسیې د روان میلادي کال د فرورۍ په څلرویشتمه خپل سرحد ته نږدې د ناټو له لسمونکو اقداماتو وروسته په اوکراین کښې پوځي عملیات پیل کړل.

لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا نه یوازې په اوکراین کښې د جنګ د بندیدا او د تاوتریخوالو د کمولو لپاره کوم اقدام ترسره نکړ بلکې اوکراین ته د پرمختللیو وسلو او تجهیزاتو او د ترهګرو په استول او د روسیې پرضد د دباو په اعمالو سره یې د اوکراین د جنګ د نور زیاتیدا هڅه هم کړي ده.