امریکا د افغانستان لسګونوالوتکې تاجیکستان او ازبکستان ته سپاري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121246-امریکا_د_افغانستان_لسګونوالوتکې_تاجیکستان_او_ازبکستان_ته_سپاري
په عین حال کې د افغانستان دپخواني حکومت د جانشین په توګه  دطالبانو حکومت ټينګار کوي،چې دغه الوتکې ددغه  هیواد دي او باید د وي ته وسپارل شي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Sep 20, 2022 07:36 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان لسګونوالوتکې تاجیکستان او ازبکستان ته سپاري

په عین حال کې د افغانستان دپخواني حکومت د جانشین په توګه  دطالبانو حکومت ټينګار کوي،چې دغه الوتکې ددغه  هیواد دي او باید د وي ته وسپارل شي.

په افغانستان کې د اشرف غني د حکومت له نسکوریدا وروسته او په دغه هیواد کې دطالبانو په بیرته واکمنیدا پسې  دامریکائی چارواکو په حکم سره  ددغه هیواد په لسګونو پوځي الوتکې  تاجیکستان او ازبکستان ته منتقلې شوې.

ددغو راپورونو په اساس ، دامریکا دجنګ وزارت یوه لوړپوړي چارواکي چې غوښتل ئې نامه ئې وانخستل شي،دپخواني نظام د هغو کابو پنځوسو الوتکو دمعاملې  خبر ورکړ،چې  د افغانستان دحکومت په نسکوریدا پسې تاجیکستان او ازبکستان ته منتقلې شوي وې. دهغه په وینادغه مبادله ،به د ازبکستان او تاجیکستان له حکومتونو سره له افغانستان سره له اړونده ترهه ګرۍ سره د مبارزې دهلوځلو او سرحدي امنیت د پیاوړتیا په بدل کې ترسره شي.

دامریکا پولیټيکو خپرونې  په یوه راپور کې وئيلي دي ،امریکا  له ازبکستان اوتاجیکستان سره  د هغو پنځوسو پوځي الوتکو د سپارلو لپاره  په خبرواترو بوخته ده چې تیر کال له افغانستانه دغو هیوادونو ته منتقلې شوي وې.

په عین حال کې د افغانستان دپخواني حکومت د جانشین په توګه  دطالبانو حکومت ټينګار کوي،چې دغه الوتکې ددغه  هیواد دي او باید د وي ته وسپارل شي.