اروپايي هیوادونه به له ډیر بد حالت سره مخ شي
زمونږ خبریال وايي د امریکا فورچون(fortune) مجلې د اوکراین د جنګ له کبله د انرژۍ د کړکیچ په هکله د یوه راپور په وړاندې کولو سره ولیکل واقعا نه پوهیږي چې روان کال په اروپايي هیوادونو کښې حالات څومره خرابیدلی شي.
د امریکا او د اروپايي هیوادونو چارواکو په اوکراین کښې د جنګ له پیلیدا وروسته د روسیې پرضد پراخ سیاسي او اقتصادي بندیزونه لګولي دي او په دوې کښې د دغو بایکاټونه ځینې منفي اغیزونه په خپله اروپايي هیوادونو ته ورستانه شوي چې اروپا یې له سخت اقتصادي کړکیچ او د سونګو له کمښت سره مخامخ کړي ده.
فورچون مجلې پرون د یوې مقالې په خپرولو سره د نړۍ په بازارونو باندې د اوکراین د جنګ پراخو اغیزونو ته په اشارې سره وویل دغه کړکیچ له اروپايي هیوادونو څخه په بل هیڅ ځای کښې لا خطرناک او لا ښکاره نه دی.
فورچون مجلې ولیکل د روسیې د انرژۍ په تولیداتو باندې په محدودیت لګیدا سره په اروپايي هیوادونو کښې د طبیعي ګازو بیې په روان کال کښې څه د پاسه دوه برابرې شوې او شرکتونو او مصروفونکو ته یې سخت تاوانونه ورسول.
فورچون مجلې د اروپايي هیوادونو حالات خراب وبلل او هغه اروپايي هیوادونه چې مخکې یې له اټومي انرژۍ او فوسیلي سونګو سترګې پټولې اوس په ناهیلۍ سره اټومي مرکزونو او د ډبرو د سکرو د بیټو بیرته کار د پرانیستلو په حال کښې دي.