امیر عبداللهیان له پيټرسن سره د سوریې بدلونونه وڅیړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121518-امیر_عبداللهیان_له_پيټرسن_سره_د_سوریې_بدلونونه_وڅیړل
د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي د دغه هیواد وروستي بدلونونه وجاجول
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 27, 2022 01:18 Asia/Kabul
  • امیر عبداللهیان له پيټرسن سره د سوریې بدلونونه وڅیړل

د ایران د بهرنیو چارو وزیر او د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړي استازي د دغه هیواد وروستي بدلونونه وجاجول

د ایرنا د خبر له مخې حسین امیر عبداللهیان پرون د سوریې په چارو کښې د ملګرو ملتو د سرمنشي له ځانګړي استازي ګیر پيټرسن سره په کتنه کښې د دغه هیواد وروستي سیاسي بدلونونه او میداني حالت وڅیړه.

امیر عبداللهیان په دغه ملاقات کښې هم داشان په سوریې کښې انساندوستانه مسائلو ته په پاملرنې باندې ټینګار وکړ.

 د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان چې د ملګرو ملتو د عمومي ټولنې په غونډه کښې د ګډون لپاره نیویارک ته تلی دی، د سویډن، ناروی، بیلجیم، هالینډ، عراق، سوریې، لبنان، ونزویلا، موریتانیا، یوګانډا، قطر، اماراتو، اردن، بلاروس، آذربایجان جمهوریت او ارمینیا په شمول د مختلفو هیوادونو له خارجه وزیرانو سره یې ملاقاتونه کړي دي.