القاعده په افغانستان کښې په آزاده فعالیت کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121580-القاعده_په_افغانستان_کښې_په_آزاده_فعالیت_کوي
انتونیو ګوترش پرون د افغانستان د حالت په هکله خپل درې میاشتنې رپورټ امنیت شورا ته ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 28, 2022 10:30 Asia/Kabul
  • القاعده په افغانستان کښې په آزاده فعالیت کوي

انتونیو ګوترش پرون د افغانستان د حالت په هکله خپل درې میاشتنې رپورټ امنیت شورا ته ورکړ.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش په یو رپورټ کښې ویلي دي چې په کابل کښې د القاعدې د مشر انتونیو ګوترش وژل کیدو له ترهګرو ډلو سره د طالبانو اړیکه په ډاګه کړه او دا ښودنه کوي چې دغه نیټ ورک په افغانستان کښې د حرکت آزادي لري.

د ملګرو ملتو سرمنشي په هغه رپورټ کښې چې د دغه سازمان د امنیت شورا غونډې ته یې وړاندې کړ، په افغانستان کښې د ترهګرو ډلو په تیره بیا د القاعده شبکې له شتون څخه اندیښنه ښودلې ده.د دغه رپوټ له مخې، په کابل کښې د ایمن الظواهري د وژل کیدو په هکله د امریکې بیانیې له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو دوام څرګند کړ کوم چې د دغې ډلې د ترهګرۍ خلاف ژمنو په اپوټه دي.

خو طالب چارواکو د دې رپورټ تحقیقات او موندنې رد کړې دي.

د رپورټ په اساس که څه هم امنیتي پیښې کمې شوې دي خو د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کښې ۲۲ طالبان ضده ډلې موجودې دي.

 د ګوترش په رپورټ کښې بدو اقتصادي حالاتو او په افغانستان کښې په بشري حقوقو باندې او هم داشان د ښځو په آزادۍ باندې د محدودیتونو لګیدو ته هم اشاره شوې ده.