د هندوستان چارواکي د امریکا په حکومت نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121608-د_هندوستان_چارواکي_د_امریکا_په_حکومت_نیوکه_وکړه
صدای افغان خبري اژانس وايي د هندوستان په لویدیځ کښې د سمندري ځواک قومندان له افغانستان څخه د امریکا له پروګرام پرته په وتلو باندې نیوکې سره هغه په سیمه کښې د بې ثباتۍ دلیل وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2022 01:32 Asia/Kabul
  • د هندوستان چارواکي د امریکا په حکومت نیوکه وکړه

صدای افغان خبري اژانس وايي د هندوستان په لویدیځ کښې د سمندري ځواک قومندان له افغانستان څخه د امریکا له پروګرام پرته په وتلو باندې نیوکې سره هغه په سیمه کښې د بې ثباتۍ دلیل وباله.

د هندوستان په لویدیځ کښې د سمندري ځواک قومندان اجندرا بهادر سینګ وویل له افغانستان څخه د امریکا وتلو یوځل بیا په سیمه کښې بې ثباتۍ رامینځته کړي ده او ډیر وخت اخلي چې ثبات رامینځته شي.

د هندوستان دغه پوځي چارواکي په هند اوقیانوسیې کښې د نشه ییزو موادو د قاچاق زیاتیدل له افغانستان څخه له پروګرام پرته او په ویرې سره د وتلو یوه پایله وبلله او ویې ویل له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د نشه ییزو موادو تجارت زیات شوی دی.

بهددر سینګ وویل له شلو کلونو وروسته له افغانستانه د امریکا د ځواکونو وتلو د سیمې لپاره هیڅ بریا نه درلودله.

امریکا له انګلستان او ناټو ځواکونو سره یوځاې په افغانستان کښې د نشه ییزو موادو د کر او د قاچاق په زیاتولو کښې لاس درلود.