د ارمنستان او اذربایجان تر مینځ په ګډو پولو کې نښتې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i121634-د_ارمنستان_او_اذربایجان_تر_مینځ_په_ګډو_پولو_کې_نښتې
د ارمنستان د دفاع وزارت ویلې چي اذربایجان بیا ځلې د اوربند په نقضولو سره یې د دې هیواد په پوله ساتې ځواکونو یې ډزې کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2022 11:00 Asia/Kabul
  • د ارمنستان او اذربایجان تر مینځ په ګډو پولو کې نښتې

د ارمنستان د دفاع وزارت ویلې چي اذربایجان بیا ځلې د اوربند په نقضولو سره یې د دې هیواد په پوله ساتې ځواکونو یې ډزې کړي دي.

په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د اذربایجان او ارمنستان تر مینځ د سولې د موافقې سره سره، دواړه هیوادونه په ځلونو د یو بل په تورنولو سره په سرحدې سیمو کې نښتې پیل کړي دي.

تېره ورځ د ارمنستان د دفاع وزارت د یوې بیانیې په صادرولو سره، په اذربایجاني ځواکونو تور لګولي چي د ارمنستان په پوله ساتو ځواکونو یې ډزې کړي چي د ارمنستان ځواکونو هم ځوابې ډزې کړي دي.

بیانیه کې راغلې چي اذربایجاني ځواکونو په دغه برید کې له هاوانونو او درنو وسلو څخه کار اخیستي دي.

خو د اذربایجان جمهوریت بیا په یوه بیانیه کې مقابل لوري یې د نښتو پیلوونکی بللی دی او د یو اذربایجانی سرتیری د ټپې کېدو خبر ورکړی دی.

د ویلو ده چي دوې اونۍ مخکې هم د دواړو هیوادونو تر مینځ په جګړه کې د دواړو لورو څخه په سلګونو کسان ووژل شول.