د نورډسټریم د ګازو پیښه د جنګ سبب کیدلای شي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ وویل اروپايي هیوادونو ته د روسیې د ګازو د انتقال په نل لیکو کښې ورانکاۍ د جنګ د رامینځته کیدا سبب کیدلای شي.
وړمه ورځ د ډانمارک او د سویډن په اوبو کښې د نورډ سټریم یو او د نورډ سټریم دوه په نوم اروپا ته د روسیې د ګازو د انتقال په نل لیکو کښې د ګازو د لیک کیدا دوه موردونه اعلان شول.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل په داسې حال کښې چې ټول خلک د امریکا په فلوریډا ایالت کښې د وروستي طوفان په هکله خبرې کوي د نورډ سټریم یو او د نورډ سټریم دوه د ګازو د نل لیکې په هکله حالات ممکنه ده چې سختې پایلې ولري.
هغه وویل زه چې کله د امریکا ولسمشر وم نو ما د نړۍ پام دغه خبرې ته جلب کړی و چې د ګازو په دغو نل لیکو باندې تکیه کول جرمني او نور اروپايي هیوادونه فلج کولای شي او هغه وخت ټول خلک خندیدل خو اوس نه خندي.
په تیرې چهارشنبې ورځ د فرانسې د ښي پال ګوند مشرې میرمن مارین لوپن هم په نړیوالو موسسو غږ وکړ چې د روسیې د نورډ سټریم د ګازو په نل لیکو کښې د ورانکارۍ په هکله تحقیق وکړي.
د روسیې خارجه وزارت پرون وویل په بالټیک سمندر کښې د نورډ سټریم د ګازو په نل لیکې کښې لیک کیدل په هغه سیمه کښې رامینځته شوي دي چې د امریکا استخباراتي ادارو تر کنټرول لاندې ده.
په داسې حال کښې چې د روسیې چارواکو د نورډ سټریم د ګازو په نل لیکو کښې د ورانکارۍ د احتمال خبر ورکړ د پولینډ یوه سیاستوال د روسیې د ګازو نل لیکو ته د تاوان د رسولو په خاطر د امریکا مننه وکړه.