پاکستان وایی له ایران او امریکا سره په تماس کې یو
-
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند انداربی
پارس تودی-د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي نن په اسلاماباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان په سیمه کې د امنیتي وضعیت له خرابېدو سخت اندېښمن دی او له ټولو ښکېلو لورو غواړي چې له زغم او حوصلې څخه کار واخلي.
اندرابي زیاته کړه، پاکستان له ایران او امریکا سره په تماس کې دی، څو د دښمنیو د درولو ترڅنګ دواړه لوري بېرته د تفاهملیک چوکاټ ته راستانه کړي، خو د دې هدف د ترلاسه کېدو لپاره اړینه ده چې ټولې لوري تر ټولو لوړه کچه زغم وښيي.
هغه وویل، پاکستان په دوامداره توګه د سیمې له مشرانو سره سلا مشورې کړې دي او غواړي چې ښکېل لوري یو ځل بیا د تخنیکي مذاکراتو بهیر ته راوګرځي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې هېواد یې هېڅکله نه غواړي روانه جګړه په سیمه کې ستومانه کوونکې بڼه خپله کړي او دا دښمنۍ باید نور لوري هم په ځان کې ښکېل نه کړي.