د اوکراین عسکر په لیمان سیمه کښې دیره شوي
Oct 02, 2022 12:47 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی اوکراین نن وویل چې دوې په کامل ډول د ختیځ لاجیسټیکي ښار لیمان کنټرول په لاس کښې واخیست.
دا د جنګ په میدان کښې په تیرو څو اونیو کښې د اوکراین لپاره مهم بریالیتوب دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي په ټيلیګرام اینټرنیټ باندې یوې لنډې شان ویډیو کښې وویل د لیمان ښار نن په کامل ډول د روسیې له عسکرو څخه پاک شو.
د روسیې پوځ تراوسه د دغه ښار په هکله څه نه دي ویلي.
خو د روسیې دفاع وزارت پرون وویل دوې له لیمان څخه پوځيان وباسي.
ټیګونه