استنبول کښې چاودنه شوې
Oct 10, 2022 00:54 Asia/Kabul
د ترکیې په استنبول ښار کښې په شوې چاودنې کښې درې تنه مړه شول
د استنبول به کاډیکو سیمه کښې په یوې ودانۍ کښې د شوې چاودنې له امله لږترلږه درې کسان مړه شوي دي.
فارس خبري آژانس تیر ماښام خبر ورکړی چې رسنیو د دغې پيښې د علت په اړه تراوسه کره معلومات نه دي خپاره کړي او وايي چې پولیس د پيښې د دلایلو جاج اخلي.
د خبر تر رارسیدو پورې اور وژونکي او مرستندویه ځواکونه د چاودنې له امله د لګیدلي اور د وژلو او روغتون ته د پيښې د زخمیانو په منتقلولو لګیا وو.
ټیګونه