ناټو د نړۍ په ډيرو سیمو کې  ګوتې وهي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122254-ناټو_د_نړۍ_په_ډيرو_سیمو_کې_ګوتې_وهي
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پخپلې وینا کې  ووئيل، له دغو لاسوهنو او ورانکاریو سره دمقابلې لپاره  یوه نړیوال اقدام ته اړتیا ده. 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 13, 2022 11:38 Asia/Kabul
  • ناټو د نړۍ په ډيرو سیمو کې  ګوتې وهي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پخپلې وینا کې  ووئيل، له دغو لاسوهنو او ورانکاریو سره دمقابلې لپاره  یوه نړیوال اقدام ته اړتیا ده. 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په آسیا کې د باؤر جوړونکو اقداماتو او تعامل(سیکا)دغړو هیوادونو په سرمشریزې کې ووئيل،  ناټو موسیسه د نړۍ په ډیرو سیمو کې ګوتې وهي او سیمې ئې لانجمنې کړي دي.

 رشیا ټوډې خبری آژانس راپور ورکړیو  د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پخپلې وینا کې  ووئيل، له دغو لاسوهنو او ورانکاریو سره دمقابلې لپاره  یوه نړیوال اقدام ته اړتیا ده. 

 دروسیې دملی امنیت دشورا مرستیال منشي الیګیذنډر ونډیکتوف  هم له تاس خبری آژانس سره په مرکې کې په دې خبرې کولو سره چې  ماسکو د روسیې د امنیت دساتلو په شرط سره  د اوکراین دشخړې دحل لپاره د ډيپلوماټيکو لارو چارو هرکلی کوي،ټينګار  وکړ، په ناټو کې دغړیتوب لپاره د کی یف غوښته  دروسیې لپاره دمنلو وړ نه ده  او ددریم نړیوال جنګ دپيلیدا سبب کیږي.

د   اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي  دتیرې  دستمبر په دیرشمه نیټه  په رسمي توګه له ناټو سره ددغه  هیواد دیو ځاي کیداد بهیر د چټکولو غوښته کړې ده.

روسیې د دکي یف  ددغه اقدام په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب نه زغمي  او د پوځي عملیاتو د دریدا یو شرط ئې هم د ناټو په وړاندې د اوکراین دبې پلویتوب  اعلان  بللی دی.