داسې کلی چیرې چې په موبایل او ټیلي ويژن محدودیت دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122328-داسې_کلی_چیرې_چې_په_موبایل_او_ټیلي_ويژن_محدودیت_دی
زمونږ خبریال وایي په هندوستان کښې یو داسی کلی شته چیرې چې هره ورځ یو نیم (1/30)ساعت په ټيلي ويژن او موبایل باندې بندیز دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 15, 2022 12:22 Asia/Kabul
  • داسې کلی چیرې چې په موبایل او ټیلي ويژن محدودیت دی

زمونږ خبریال وایي په هندوستان کښې یو داسی کلی شته چیرې چې هره ورځ یو نیم (1/30)ساعت په ټيلي ويژن او موبایل باندې بندیز دی.

د موجوده ټیکنالوژۍ په پړاو کښې ماشومان او لوی کسان زیات وخت په موبایل او ټيلي ويژن پروګرامونو باندې تیروي چې له کبله یې خلکو ته له یوبل سره د خبرو اترو  کولو  کم فرصت او چانس ملاویږي.

دغه مسلې ته په پام سره د هندوستان په مهاراشټر صوبې کښې د یوه کلي خلکو یو عجیبه اقدام ترسره کړی دی.

د هندوستان د مهاراشټرا صوبې د سانګلي ولسوالۍ وډګاون کلي خلک هره ورځ یو نیم ساعت د ټيلي ويژن پروګرامونه نه ویني او په موبایل باندې هم هیڅ  پروګرامونه نه ویني.

د وډګاون کلي د شورا لخوا هره ورځ د ماښام په اوه بجې سایرن وهل کیږي او پکښې ټول کلي کښې ټول ټيلي ويژن چینلونه او موبایل بندول کیږي او ورپسې سایرن هم اته نیمې بجې وهل کیږي چې خلک پکښې موبایل او ټیلي ويژن چینلونه او پروګرامونه بیرته لیدلی شي.

د دغه بندیز هدف له زیات ټيلي ويژن پروګرامونو او د موبایل له لیدو څخه د خلکو  بچ کول دي او په خپلو کښې له یوبل سره د خبرو اترو د فرصت برابرول دي.

د هندوستان د دغه کلي یوې وسیدونکي وندنا وویل زما دوه بچیان دي او د هغوې سمبالول ډیر مشکل دي ځکه چې د هغوې ټول توجه په موبایل لوبو او ټیلي ويژن باندې وي.

هغې وویل د کلي د شورا له دغه اقدام وروسته زما خاوند چې کله له کار څخه بیرته کور ته راځي نو د درس په زده کولو کښې له ماشومانو سره مرسته کوي او زه په پخلنځي کښې په ارام سره کار کولای شم.