ناټو اوکراین ته د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي سیسټم ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122516-ناټو_اوکراین_ته_د_بې_پیلوټه_الوتکو_ضد_دفاعي_سیسټم_ورکوي
د ځینو راپورونو له مخې مسکو د لویدیځو حکومتونو د بندیزونو له امله د اوکراین په جګړه کې د استفادې لپاره د وسلو او پوځي تجهیزاتو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2022 03:55 Asia/Kabul
  • ناټو اوکراین ته د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي سیسټم ورکوي

د ځینو راپورونو له مخې مسکو د لویدیځو حکومتونو د بندیزونو له امله د اوکراین په جګړه کې د استفادې لپاره د وسلو او پوځي تجهیزاتو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

 

د ناټو عمومي منشي سټولټنبرګ اعلان کړي چي دا سازمان به په راتلونکو ورځو کې اوکراین د بې پیلوټه الوتکو ضد دفاعي سیستم سمبال کړي.

افغان غږ خبری آژانس وایی د اوکراین د حکومت د اعلامیې له مخې، د جګړې په ډګرونو کې له پرله پسې ماتې وروسته، روسي ځواکونو خپل بریدونه د هېواد له لومړۍ کرښې لرې پر بنسټیزو تاسیساتو متمرکز کړي او مسکو د اوکراین شاوخوا یو پر دریمه برخه ویجاړه کړې ده.

تېره اونۍ د بې پيلوټه الوتکو له لارې د برېښنا پر فابريکو بريدونه وکړل.

د ځینو راپورونو له مخې مسکو د لویدیځو حکومتونو د بندیزونو له امله د اوکراین په جګړه کې د استفادې لپاره د وسلو او پوځي تجهیزاتو په اخیستلو کې له ستونزو سره مخامخ شوی دی.

د ناټو عمومي منشي همداراز زیاته کړه: هیڅ هیواد باید د اوکراین په وړاندې د روسیې د غیر قانوني جګړې ملاتړ ونکړي