د اوکراین په جنګ کې له ایرانیوډرونزه استفادې ادعاچورلټه دروغ ده
د ایران په ضد لویدیځ رسندوئي پروګنډو دوام په داسې حال کې دی چې په ملګروملتو کې د ایران دایمی سفیر او استازي امیر سعید ایرواني د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش ته په یوه لیک کې له هغه غوښتي د اوکراین د جنګ او د ایران په باب د بې اساسه ادعاګانو په باب دې له ۲۲۳۱پریکړه لیک څخه دناوړه استفادې مخه ونیسي.
امریکا په داسې حال کې د اوکراین د جنګ له هماغه پیله تردې دمه اوکراین ته دکابو اتلس میلیارډ ډالرو په ارزتښت پوځي تجهیزات او وسلې لیږلي دي ،له یوې مودې راهسې ایران د اوکراین په جنګ کې روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو په لیږد تورنوي چې دا موضوع د ایران د اسلامی جمهوریت لوړپوړو چارواکو په سخته رد کړې ده .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، په ملګروملتو کې د روسیې دایمی سفیر او استازي واسیلي نبنزیابیګا دملګروملتو د امنیت شورا په ناستې کې ددې خبرې په کولو سره چې ماسکو له ایرانه د ډرونز الوتکو دا خستو په باب د لودیځ ناسم اطلاعات په کلکه ردوي،زیاته کړې ده ؛ ملګري ملتونه په اوکراین کې د له بې پيلوټه الوتکو څخه داستفادې په باب ارزونې دټیم دلیږلو حق نه لري.
د نبنزیا له څرګندونو مخکې په ملګروملتو کې د امریکا د سفیرې مرستیال په دوام کې د ایران په ضد دلویدیځ د رسندوئي پروپګنډو په دوام کې مدعی شوی ایران روسیې ته ډرونز ورکړي او دغه اقدام د امنیت شورا د ۲۲۳۱پریکړه لیک خلاف ورزي ده .
په ملګروملتوکې د فرانسې استازي نیکلاس دو ریویر هم د امریکا ددغې ادعا په دوام کې ووئيل،دملګروملتو له کارپیژاندو تمه لرو،دډرونز د ټوټودغونډولو او دهغو د سرچینې د مشخص کولو لپاره دې اوکراین ته سفر وکړي.