امریکا د سرحدي سیمو د ناارامه کولو هڅه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122808-امریکا_د_سرحدي_سیمو_د_ناارامه_کولو_هڅه_کوي
تسنیم خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال اولګ سیرومولوتوف وویل امریکا نیت لري له افغانستان سره په سرحدي سیمو کښې حالات بې ثباته کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 28, 2022 01:47 Asia/Kabul
  • امریکا د سرحدي سیمو د ناارامه کولو هڅه کوي

تسنیم خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال اولګ سیرومولوتوف وویل امریکا نیت لري له افغانستان سره په سرحدي سیمو کښې حالات بې ثباته کړي.

هغه له افغانستان سره په سرحدي سیمو کښې د حالاتو د بې ثباته کولو لپاره د امریکا او د هغې د متحدانو نیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ روسیه پیاوړي دلایل لري چې داعش ترهګره ډله د روان میلادي کال په سپتمبر میاشت کښې په کابل کښې د روسیې په سفارت باندې د برید عامل ده چې د سفارت دوه کارکونکي او څو ملکي وګړي پکښې وژل شوي وو.

هغه مخکې هم ویلي وو چې د امریکا او د هغې د متحدانو اقدامات د افغانستان حالات خرابوي او دوې په غلطیانو باندې د اعتراف پرځاې د خپلو غوښتنو د پرمخ بیولو لپاره د طالبانو ډلې پرضد له هر مالي اړمه استفاده وکړه.

په افغانستان کښې د امریکا او د دوې د متحده هیوادونو پوځي شتون او د دغه شتون له کبله جنګ د هیواد د اقتصادي او روغتیايي بیخ بنایانو د تباه کیدا سبب شوی دی.

امریکا د افغانستان کابو لس میلیارډه ډالر کنګل کړي دي چې دغه چارې د افغانستان د خلکو ژوند بیخي تریخ کړی دی.