د انډونیزیایۍ ښځې مړی د لوی مار ګېډه کې وموندل شو
زمونږ خبریال وايي د انډونیزیا جیمبي ولایت کې یوه لوی مار یوه ښځه وژلې او ټوله یې تر ستوني تېره کړې ده.
جهرا چې د ربړونو کاروبار یې کاوه او شاوخوا پنځوس کلنه وه، د یکشنبې په ګهیځ د ربړ جوړولو یوې فابریکې ته ولاړه.
خو کله چې د شپې بېرته راستنېدله، تري تم شوه، ډېره ولټول شوه، مګر یوه ورځ وروسته کلیوالو د یوه لوی مار په ګېډه کې ومونده.
کلیوالو وروسته مار وواژه او دا یې د مار له معدې راوایستله.
د پولیسو یوه مشر بیټارا جمبي رسنیو ته وویل، "قرباني شوې ښځه د لوی مار معده کې وموندل شوه". دی وايي جسد یې تر ډېره سالم ښکاري.
دی وايي، د ښځې مېړه د یکشنبې پر شپه د هغې ځینې جامې او هغه سامان وموندل چې د ربړ یوه کارخونه کې یې کار پرې کاوه، همدا وو چې ده له پلټونکې ډلې سره اړیکه ونیوه.
کله چې د دوشنبې په ورځ پنځه متره (۱۶ فوټه) اوږد مار وموندل شو، کلیوالو ونیو او ویې واژه چې د قرباني شوې ښځې له هویت ډاډمن شي.
حریفا سي اېن اېن ته ویلي: "کله چې کلیوالو د مار ګېټه څیرې کړه، جهرا یې پکې ومونده".
که څه هم دا ډول پېښې کمې پېښېږي، خو دا لومړی ځل نه دی چې اندونیزیا کې یو انسان دا ډول وژل کېږي او مار یې خوري.
د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو منځ کې هم دې ته د ورته پېښو خبر ورکړل شوی و.
لوی ماران چې څه خوري بشپړ یې له مرۍ تېروي.