اوکراین د وسلو د ترلاسه کولو لپاره هر کار کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122908-اوکراین_د_وسلو_د_ترلاسه_کولو_لپاره_هر_کار_کوي
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن زاخارووا په دې خبرې سره چې کي یف نړیوال ثبات او د خواړو د امنیت غوښتونکی نه دی وویل اوکراین د پیسو او د وسلو د لاس ته د راوړلو لپاره هر کار ته لاس اچوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 30, 2022 07:32 Asia/Kabul
  • اوکراین د وسلو د ترلاسه کولو لپاره هر کار کوي

فارس خبري اژانس وايي د روسیې د باندنیو چارو د وزارت ویاندې میرمن زاخارووا په دې خبرې سره چې کي یف نړیوال ثبات او د خواړو د امنیت غوښتونکی نه دی وویل اوکراین د پیسو او د وسلو د لاس ته د راوړلو لپاره هر کار ته لاس اچوي.

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا بیګا وویل چې اوکراین له لویدیځو هیوادونو او د هغوې له متحدانو د وسلو او د پیسو د ترلاسه کولو لپاره هر کار ترسره کوي.

څه د پاسه اته میاشتې کیږي چې د اوکراین جنګ په ټولو پراخو سیاسي، پوځي ، اقتصادي، ټولنیزو او  حتی کلتور اړخونو سره دوام لري او اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو استول هماغه راز دوام لري.

اروپايي او لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا د روسیې فیدراسیون پرضد د بایکاټونو د دباو په زیاتیدا او کي یف ته د ډول ډول سپکو او درنو وسلو په استولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی بلکې له مخکې څخه زیات یې په اوکراین کښې د جنګ او نښتې زیاتیدا ته لمن وهلي ده.

روسیې په ځلونو ویلي دي چې اوکراین ته د وسلو استول نه یوازې په دغه هیواد کښې د شخړې د زیاتیدا سبب کیږي بلکې د نه اټکل وړ پایلې هم په ځان پسې لري.