د نړۍ دنګې میرمنې خپل لومړنی سفر وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123240-د_نړۍ_دنګې_میرمنې_خپل_لومړنی_سفر_وکړ
زمونږ خبریال وايي د نړۍ تر ټولو دنګې میرمنې «رومیسه ګیلګي» د خپل ژوند تر ټولو لومړنی هوايي سفر وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 07, 2022 07:11 Asia/Kabul
  • د نړۍ دنګې میرمنې خپل لومړنی سفر وکړ

زمونږ خبریال وايي د نړۍ تر ټولو دنګې میرمنې «رومیسه ګیلګي» د خپل ژوند تر ټولو لومړنی هوايي سفر وکړ.

د ترکیې هوايي چلند د دغه میرمنې د هوايي سفر لپاره د شپږو څوکیو په لیرې کولو سره د هغې لپاره ځای برابر کړی و.

دغه  میرمنې رومیسه ګلیګي په اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې وویل چې ما د ترکیې استنبول څخه د امریکا سان فرانسیکو ته دیارلس ساعته اوږد هوايي سفر وکړ.

ګینیز بک اف ورلډ ریکارډز وايي رومیسه ګیلګي اوه فټه دنګه ده او د هغې دغه دنګوالی د یوې ناروغۍ له کبله دی.

په دغه ناروغۍ کښې د انسان د بدن هډوکي په غیر عادي ډول اوږدیږي او په تګ راتګ ، سا اخیستلو او  ډوډۍ خوړلو کښې انسان له مشکلاتو سره مخامخ کیږي.

رومیسه ګلیګي د ترکیې ښاریزه ده او هغه د ټیکنالوژۍ له سیکټور سره اړه لری او هغه به امریکا کښې شپږ میاشتې تیرې کړي.