د یوې میرمنې کټ ته مار ورغی
زمونږ خبریال وايي په بریتانیا کښې یوه میرمنه هغه وخت ډیره ویریدله کله چې هغې په خپل کټ کښې مار ولید.
ډیلي سټار ورځپاڼې وویل د بریتانیا درویشت کلنه تاشا لین له خپل معشوق پینځویشت کلن ریس پیریلون او خپل سپي هارلی سره په کټ کښې ویده وه د شپې پاو باندې څلور بجې یې په کټ کښې یو حرکت احساس کړ.
دغه میرمنې لومړۍ داسې فکر وکړ چې شاید د دې سپی وي چې خوب ورته خرابوي خو کله چې میرمنې تاشا لین لاس وواهه نو عجیبه شی ورته احساس شو.
هغې خپل موبائل روشن کړ نو ویې لیدل چې مخ ته یو مار پروت دی او میرمنې د مار په لیدو سره چغې ووهلې او په کور کښې خپل پلار ، مور او نور کسان یې راویښ کړل.
د چغې د غږونو په اوریدو سره د انګلستان د معشوق ریس پیریلون مور کوټې ته ورغله او هغې دغه مار وپیژند او ویې ویل چې دا زمونږ د ګاونډي مار دی چې په کور کښې یې ساتي او هغه له تیرو دریو میاشتو راهسې بې درکه شوی دی.
دغه میرمنې سملاسي خپل ګاونډي ته اطلاع ورکړه او هغه دغه مار خپل کور ته بیرته یوړه.
د مار مالک وویل چې دغه مار له تیرو دریو میاشتو راهسې ورک و او مونږ هغه د کور کور په کونج کښې او هر ځاې کښې ولټوه خو پیدا نشو.