ورځپاڼو ته کتنه ۶-۳-۹۵
https://parstoday.ir/ps/news/world-i12325-ورځپاڼو_ته_کتنه_۶_۳_۹۵
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د اسلامی شورا د جرګې د نهمې دورې د ختمېدو په موقع د دغې جرګې د مشر ډاکټر علی لاریجانی وېناوې راخېستې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2016 08:09 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۶-۳-۹۵

د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د اسلامی شورا د جرګې د نهمې دورې د ختمېدو په موقع د دغې جرګې د مشر ډاکټر علی لاریجانی وېناوې راخېستې دی.

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې ولیکل،د ایران د اسلامی شورا د جرګې مشر علی لاریجانی پرون د دغې جرګې د نهمې دورې د ختمېدو په موقع په یو اخباری کانفرنس کښې د دې په بیانولو سره چې په انتخاباتو کښې د خلقو پېغام په هېواد کښې د ارامښت رامنځته کول وو وویل د جرګې د نهم پړاو کوشش د هېواد د ډېرې مهمې موضوع په توګه اقتصادی مسائلو ته پاملرنه وه او زیاته یې کړه چې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې له اسانتیا سره اړوند ځینې مواد هم د جرګې په نهم پړاو کښې تصویب شول.

------

ورځپاڼې د امام خمېنی (رح) د یاد نمانځنې د مرکزی کمېټۍ د سېکتر حجت‌الاسلام والمسلمین محمدعلی انصاری په حوالې سره ولیکل، سږ کال به د غبرګولی د میاشتې په څوارلسمه نېټه د امام خمېنی (رح) د رحلت د کلیزې مراسم به د ارواښاد امام په مرقد کښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر آیت ا... العظمی خامنه ای له وېنا نه شروع کیږی.

----------

د اطلاعات ورځپاڼې د لیکنې له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د سمندری ځواک قوماندان جنرل حبیب‌الله سیاری د هرمز په تنګۍ کښې د ایران او هند د سمندری ځواک د مشقونو د شروع کېدو خبر ورکړ.

---------

ورځپاڼې د عراق د وزیراعظم حېدرالعبادی په حوالې سره ولیکل،په فلوجه سیمه کښې د دغه هېواد فوځی او ولسی ځواکونو کامیابی نزدې او داعش ترهه ګره ډله د دړې وړې کېدو په حال کښې ده.

--------

د ورځپاڼې له قوله د عراق ستر مرجع تقلید آیت ا... علی سیستانی د عراق فوځی او ولسی ځواکونو ته د جهاد د آدابو د خیال ساتنې سپارښتنه وکړه.

------

د اطلاعات ورځپاڼې د لیکنې له مخې د لبنان د حزب مشر سید حسن نصرا... وویل په دوه زرم کال کښې په صهیونېسټ رژیم باندې د حزب ا... د غورځنګ کامیابی یو ملی انقلاب ؤ.

-------

ورځپاڼې ولیکل،د افغانستان د طالب ډلې شورا هېبت ا... اخوندزاده د دغې ډلې د نوی سرغنه په توګه وټاکۀ او طالب ډلې د خپل نوی مشر له معرفی کولو وروسته د دغې ډلې د پخوانی سرغنه ملا اختر منصور وژله تائید کړه.

------

د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې ولیکل، د اسلامی ایران د ټولو قواو د ستر قوماندان حضرت آیت ا... العظمی خامنه ای په موجودګۍ کښې د امام حسېن (ع) نومې د افسرۍ د او پاسدارۍ د تربیتی پوهنتون د محصیلینو د زدکړو مراسم ترسره شول.

-------

ورځپاڼې د اسلامی ایران د ولسمشر ډاکټر حسن روحانی په حوالې سره ولیکل، د چابهار بندر د ایران او هند ترمېنځ د ملګرتیاو په یو سېمبول بدلېدې شی.

-------

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې د امریکې ولسمشر باراک اوباما وویل، روسیه د خپلو اېټمی وسلو کمولو ته ګروهنه نه لری.

------

د تهران چاپ ایران ورځپاڼې ولیکل، د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې نوی مشر آیت ا... جنتی وویل، د ولایت فقیه په اړه شبهاتو ته ځواب ویل د خبرګانو د جرګې ذمه واری ده.

--------

ورځپاڼې په یو خبر کښې ولیکل، د سعودی د حج او زیاراتو وزارت د سږ کال د حج په مراسمو کښې د ایرانی حاجیانو د ګډون په لاره کښې له خنډونو اچولو وروسته د درې شپېته زره ایرانیانو لپاره د وېزې د مختص کولو خبر ورکړ.

---------

ورځپاڼې د سیمې د کارپېژاندو په حوالې سره ولیکل، داعش ترهه ګره ډله په عراق او سوریې کښې له ظلمونو، ستمونو او لوټمارۍ وروسته د دواړو هېوادونو د فوځی او ولسی ځواکونو تر سخت دباو لاندې راغلې ده او د ژوند وروستۍ سلګۍ وهی.

-----

ایران ورځپاڼې د امریکې د لاس اینجلس ورځپاڼې په حوالې سره ولیکل، د دغه هېواد ولسمشرۍ د انتخاباتو د نامزد ټرامپ په خلاف کلتوری او ولسی مخالفتونه سخت شوی دی.

------

ورځپاڼې همدارنګ ولیکل د ترکیې نوې کابینه معرفی شوه.

----

ورځپاڼې ولیکل په ایران کښې وادۀ کوونکې جوړې ته د حکومت لخوا د شل میلین تومنو د قرضې ورکول شروع شول.

------

ورځپاڼې د هند د چارواکو په حوالې سره ولیکل د دغه هېواد چارواکود ایران د تېلو د کوهیانو د پراختیا غوښتنه وکړه.

--------

د پاکستان جنګ ورځپاڼې ولیکل د دغه هېواد د بلوچستان صوبې د خزانې د وزارت پخوانے سلاکار میر خالد لانګو د څوارلس ورځنی تفتیش لپاره نېب ته حواله کړې شو.

-------

ورځپاڼې د بلوچستان صوبې په چمن کښې د خراب امنیتی حالاتو له مخې خلقو په اعتصاب لاس پورې کړ.

-------

ورځپاڼې زیاته کړه، د پاکستان د فوځ مشر جنرل راحیل شریف نن د بلوچستان صوبې کوئټې ته لاړ.

-----

ورځپاڼې ولیکل، په پېښور کښې امنیتی ځواکونو په یو لړ عملیاتو کښې دوه سوه تنه ونیول.

------

جنګ ورخپاڼې د امریکائی سرچینو په حوالې سره ولیکل، په واشنګټن کښې د بجلۍ په بندېدو سره د ژوند ټول نظام ګډوډ شو.

------

ورځپاڼې ولیکل د امریکې چارواکو د طالب ډلې نوی سرغنه ته د امن د خبرو اترو شروع کولو بلنه ورکړ.

----------

جنګ ورځپاڼې ولیکل د پېښور په آرمی پبلک سکول او په چارسده کښې په باچا خان پوهنتون باندې د حملو ذمه دار د طالب ډلې د طارق ګیدړ څانګه په نړیواله ترهه ګره ډله وبللې شوه. ورځپاڼې زیاته کړه او جماعت دعوت القرآن ډله هم د نړیوالو ترهه ګرو ډلو په فهرست کښې شامله کړے شو.

--------

ورځپاڼې ولیکل، د جماعت اسلامی مشر سراج الحق نن په احتجاجی مارچ کښې رېل ته د ختو په وخت ژوبل شو.

------

ورځپاڼې ولیکل د پېښور په ریګی سیمه کښې د ځان چاونکی ترهه ګر یو مرستیال ونیوې شو.

--------

ورځپاڼې ولیکل په خېبر پختونخوا صوبه کښې په روان میلادی کال کښې اولس پولیس ځواکونه په ترهه ګرو عملیاتو کښې وژل شوی دی.

------

د نړۍ اکثرو مهمو ورځپاڼو او خپرونو د طالبانو د نوی مشر د ټاکل کېدو پر مسئله لیکنې او تبصرې خپرې کړې دی.

د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د سولې پر پروسې د طالبانو د نوی مشر د ټاکل کېدو پر اغېزو لیکنه خپره کړې ده.

په لیکنه کې وویل د طالبانو نوى ټاکل شوى مشر ملا هبت الله اخندزاده د طالبانو د پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور مرستیال و.

د ورځپاڼې په حواله د تېر کال په دوبی کې د ملا عمر پر ځاى د ملا منصور ټاکل کېدو ته د طالبانو ګڼو پیاوړو قوماندانانو د کودتا په سترګه کتل او دا مسئله په افغانستان کې د طالبانو د سیالو ډلو ترمنځ د خونړیو شخړو سبب شوه.

------

امریکایۍ خپرونې لانګ وار ژورنال لیکلی چې د پاکستان بلوچستان ایالت د افغان طالبانو اصلی مرکز دى.د مطلب په پیل کې راغلی له کله چې په ٢٠٠٤م کال د امریکا پوځ او استخباراتی ادارې یا CIA د بې پېلوټه الوتکو حملې پیل کړی، د اول وار لپاره یې د پاکستان په بلوچستان کې حمله کړې او د طالبانو مشر یعنې ملا منصور یې په نښه کړى دى. خپرونې د خپلو ارقامو په حواله لیکلی، چې له بلوچستان ایالت پرته، د پاکستان په قبایلی سیمو کې د بې پېلوټه الوتکو ٣٩٢ حملې شوی دی. خپرونې بلوچستان ایالت د افغان طالبانو یو مهم مرکز بللى، چې هلته یې د روزنې کمپونه، مدرسې، جوماتونه او د قوماندې مرکزونه دی.

------

ډېلی مېل بریتانوۍ ورځپاڼې هم په همدې تړاو لیکلی دی د طالبانو له خوا د چهارشنبې په ورځ نوى مشر په داسې حال کې اعلان شو، چې په همدې ورځ کابل ته نژدې په یوه ځانمرګی برید کې د یوې محکمې لس کارکوونکی ووژل شول.

د مطلب په یوه برخه کې یادونه شوې چې د امریکې ولسمشر بارک اوباما چې د بې پېلوټه الوتکو د حملې دستور یې ورکړى، د دوشنبې په ورځ د طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور وژنه تایید کړه.

ورځپاڼې د اوباما دا خبرې هم رااخیستی، چې ویلی یې دی، منصور له افغان حکومت سره په جدی ډول د سولې په مستقیمو مذاکرو کې د ګډون هڅې رد کړې وې.

------