د امریکا په انتخاباتو کښې ریپبلیکن ګوند مخکی دی
سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا د ویسکانسین ایالت د ریپلیکن ګوند سناتور په خپل ډیموکراټ سیال باندې بریالی شو او همدا اوس ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې مخکی دی.
د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د روان میلادي کال د مینځ پړاوه انتخاباتو د وروستیو نتیجو پراساس ریپبلیکن ګوند په ولسي جرګې کښې مخکی دی او په مشرانو جرګې کښې سخته سیالۍ شته.
تراوسه د امریکا د کانګرس له څلورسوه پینځه دیرشو څوکیو څخه ریپبلیکن ګوند په دوه سوه دوو څوکیو سره مخکی دی او ډیموکراټ ګوند هم د کانګرس یوسل څلوراتیا څوکۍ ګتلي دي.
د امریکا د کانګرس د کنټرول د ترلاسه کولو لپاره هر ګوند کابو دوه سوه اتلسو څوکیو ته ضرورت لري.
د امریکا د مشرانو جرګې سینا کښې سخته سیالۍ شته.
سره له دې چې په لومړیو نتیجو کښې ډیموکراټ ګوند مخکی و خو وروسته ریپبلیکن او ډیموکراټ ګوند برابر شول او همدا اوس ریپبلیکن ګوند په نهه څلویښتو څوکیو سره د خپل سیال ګوند ډیموکراټ چې اته څلویښت څوکۍ لري مخ ته ولاړ دی.
د امریکا په مشرانو جرګې سینا کښې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره ریپبلیکن او ډیموکراټ ګوندونه په دوو نورو ایالتونو کښې بریالیتوب ته ضرورت لري.