د امریکا په انتخاباتو کښې ریپبلیکن ګوند مخکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123374-د_امریکا_په_انتخاباتو_کښې_ریپبلیکن_ګوند_مخکی_دی
سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا د ویسکانسین ایالت د ریپلیکن ګوند سناتور په خپل ډیموکراټ سیال باندې بریالی شو او همدا اوس ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې مخکی دی.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 10, 2022 04:50 Asia/Kabul
  • د امریکا په انتخاباتو کښې ریپبلیکن ګوند  مخکی دی

سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ د امریکا د ویسکانسین ایالت د ریپلیکن ګوند سناتور په خپل ډیموکراټ سیال باندې بریالی شو او همدا اوس ریپبلیکن ګوند د مشرانو جرګې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره په مینځ پړاوه انتخاباتو کښې مخکی دی.

د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د روان میلادي کال د مینځ پړاوه انتخاباتو د وروستیو نتیجو پراساس ریپبلیکن ګوند په ولسي جرګې کښې مخکی دی او په مشرانو جرګې کښې سخته سیالۍ شته.

تراوسه د امریکا د کانګرس له څلورسوه پینځه دیرشو څوکیو څخه ریپبلیکن ګوند  په دوه سوه دوو څوکیو سره مخکی دی او ډیموکراټ ګوند هم د کانګرس یوسل څلوراتیا څوکۍ ګتلي دي.

د امریکا د کانګرس د کنټرول د ترلاسه کولو لپاره هر ګوند کابو دوه سوه اتلسو څوکیو ته ضرورت لري.

د امریکا د مشرانو جرګې سینا کښې سخته سیالۍ شته.

سره له دې چې په لومړیو نتیجو کښې ډیموکراټ ګوند مخکی و خو وروسته ریپبلیکن او ډیموکراټ ګوند برابر شول او همدا اوس ریپبلیکن ګوند په نهه څلویښتو څوکیو سره د خپل سیال ګوند ډیموکراټ چې اته څلویښت څوکۍ لري مخ ته ولاړ دی.

د امریکا په مشرانو جرګې سینا کښې د اکثریت د ترلاسه کولو لپاره ریپبلیکن او ډیموکراټ ګوندونه په دوو نورو ایالتونو کښې بریالیتوب ته ضرورت لري.