د هندوستان خلکو د محمد بن سلمان پرضد مظاهرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د هندوستان ښارونه پرون دغه هیواد ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د احتمالي سفر پرضد د پراخو مظاهرو کتونکي وو.
د هندوستان اعتراض کونکو په سعودي عربستان کښې د حکومت د مخالفانو په ځپلو او په یمن باندې د سعودي عربستان د پوځ د حملو په غندلو کښې د ولیعهد محمد بن سلمان د کاریکاتورانو په لیږدولو سره د دغه سفر د لغو کیدا غوښتنه وکړه.
د هندوستان اعتراض کونکو شعارونه ورکول چې هند د قاتل او د جنایتکار محمد بن سلمان لپاره کوم ځای نه دی.
د هندوستان خارجه وزیر سوبرانیام جی شنکر تیره میاشت د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان خپل هیواد ته بللی و.
د هندوستان اکونومیک ټایمز مجلې راپور ورکړی احتمال شته چې د سعودي عربستان دیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان د شل ډلې په غونډې کښې د ګډون لپاره انډونیزیا ته د سفر په څنګ کښې هندوستان ته هم سفر وکړي.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقچي او د نورو ډیرو کسانو په وژلو کښې نیغ په نیغه لاس لري.