د هندوستان خلکو د محمد بن سلمان پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i123536-د_هندوستان_خلکو_د_محمد_بن_سلمان_پرضد_مظاهرې_وکړې
زمونږ خبریال وايي د هندوستان ښارونه پرون دغه هیواد ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د احتمالي سفر پرضد د پراخو مظاهرو کتونکي وو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 14, 2022 04:21 Asia/Kabul
  • د هندوستان خلکو د محمد بن سلمان پرضد مظاهرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د هندوستان ښارونه پرون دغه هیواد ته د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان د احتمالي سفر پرضد د پراخو مظاهرو کتونکي وو.

د هندوستان اعتراض کونکو په سعودي عربستان کښې د حکومت د مخالفانو په ځپلو او په یمن باندې د سعودي عربستان د پوځ د حملو په غندلو کښې د ولیعهد محمد بن سلمان د کاریکاتورانو په لیږدولو سره د دغه سفر د لغو کیدا غوښتنه وکړه.

د هندوستان اعتراض کونکو شعارونه ورکول چې هند د قاتل او د جنایتکار محمد بن سلمان لپاره کوم ځای نه دی.

د هندوستان خارجه وزیر سوبرانیام جی شنکر تیره میاشت د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان خپل هیواد ته بللی و.

د هندوستان اکونومیک ټایمز مجلې راپور ورکړی احتمال شته چې د سعودي عربستان دیکتاتور ولیعهد محمد بن سلمان د شل ډلې په غونډې کښې د ګډون لپاره انډونیزیا ته د سفر په څنګ کښې هندوستان ته هم سفر وکړي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقچي او د نورو ډیرو کسانو په وژلو کښې نیغ په نیغه لاس لري.