لمر سترګه هم خندا کوي
Nov 19, 2022 08:37 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي ستوري د انسان د قسمت حال وايي خو دنیا ته تر ټولو نږدې ستوری یعني لمر سترګه خپله خندا هم خلکو ته ورښيي.
هو! تاسو بیخي پوه شوي یاست د امریکا فضايي پروګرام ناسا د خندیدونکي لمر سترګي عکس خپور کړی دی.
په دغه عکس کښې لیدل کیږي چې د لمر سترګې په زیړ رنګ کښې درې برخې داسې خالي بریښي چې پکښې د یوه ایموجي سترګې او خوله جوړه کړي وي .
ناسا وویل چې د لمر سترګې دغه رنګ ته کورونال هولز ویل کیږي او دا هغه برخې دي چې تیزه شمسي هوا خلا ته ورننوځي.
خلکو په اینټرنیټ باندې لمر سترګه له کدو، بسکټ او تر دې چې له زمري سره پرتله کول پیل کړي دي.
ټیګونه