د فرانسې ښکاري د خنځیر پرځاې سړی وواژه
Nov 19, 2022 08:53 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د فرانسې یوه ښکاري وړمه ورځ یوې محکمې ته وویل چې زه د یوه داسې سړي د وژلو په وجه بښنه غواړم کوم چې ما په غلطۍ سره خنځیر فکر کړی و.
د فرانسې دغه سړي محکمې ته وویل داسې هیڅ ورځ نشته چې زه د دغه سړي په هکله فکر ونکړم او هغه زه ډیر غمجمن کړی یم.
د فرانسې دغه ښکاري وویل زه خواشینی یم چې ما غلط هدف ویشتلی او د دغه پیښې په هکله محکمه د راتلونکي کال د جنورۍ د میاشتې په دولسمه نیټه فیصله اورولی شي.
ټیګونه