د قطر د فټبال د نړیوال کپ مراسم نن پیلیږي
العالم ټيلي ويژن راپور ورکړ د قطر د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د نړیوال کپ سیالۍ به نن پینځه نیمې بجې په البیت سټیډیم کښې پیل شي.
دغه سټیډیم یعني لوبغالی د شپیتو زرو کسانو د کیناستلو ظرفیت لري او د دوحې د شمال په څلویښت کلومیټرۍ کښې پروت دی.
د قطر د فټبال د نړیوال کپ د پرانیستلو مراسم به نن د ایکواډور او د قطر هیوادونو ترمینځ له سیالۍ مخکې پیل شي.
د قطر او د ایکواډور هیوادونو د فټبال سیالۍ به نن د شپې په اوه نیمې بجې ترسره شي چې په رسمي ډول د دوه زره دوه ویشتم میلادي کال د فټبال د نړیوال کپ سیالۍ پیل شي.
ټاکل شوي وه چې د قطر د فټبال د نړیوال کپ مراسم سبا ترسره شي خو د فیفا په فیصلې سره چې لومړۍ سیالۍ د کوربه هیواد قطر په لوبۍ سره پیلیږي دغه مراسم اوس یوه ورځ مخکې ترسره کیږي.
د سړیو د فټبال د چیمپین شیپ د نړیوالو سیالیو دوه ویشتم پړاو ټاکل شوی دی چې له نن څخه د دسمبر د میاشتې تر اتلسمې نیټې پورې په قطر کښې ترسره شي.