د نړۍ نیمايي خلک د خولې ناروغیانې لري
زمونږ خبریال وايي د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او(WHO) وویل چې د نړۍ نیمايي نفوس همدا اوس د خولې له مختلفو ناروغیو سره مخامخ دي چې پکښې سخا شوي غاښونه، د وریو سوزیدل او د خولې کینسر شامل دي.
د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او مشر ټیډروس ایډهانوم ګیبریس وویل د نړۍ د روغتیا په نظام کښې په دغه خبرې باندې پوه شوي یوو چې د خولې د ډیرو ناروغیو مخه نیولی شو او په اسانه اقداماتو سره د دغو مریضیو درملنه کیدلی شي خو له ډیرې مودې راهسې په دغه چارې سترګې پټول کیږي.
د روغتیا نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او وویل د نړۍ کابو پینځه څلویښت فیصده خلک یعني د درې نیم میلیارډه خلکو غاښونه خراب دي او دغه کسان د وریو او د خولې له نورو ناروغیو سره لاس او ګریوان دي.
دغه راپور د نړۍ د یوسل څلور نوي هیوادونو جامع انځور وړاندې کوي او دغه خبره معلومیږي چې په تیرو دیرشو کلونو کښې د خولۍ د ناروغیو د لرونکو کسانو شمیر یو میلیارډ زیات شوی دی.