امریکا په مرکزي اسیا کښې تاوتریخوالي زیاتوي
(last modified Wed, 23 Nov 2022 01:16:57 GMT )
Nov 23, 2022 05:46 Asia/Kabul
  • امریکا په مرکزي اسیا کښې تاوتریخوالي زیاتوي

زمونږ خبریال وايي د روسیې د خارجي استخباراتي ادارې مشر سرګي ناریشکین د ګډو ګټو په خپلواکه هیوادونو کښې د بلواو او د نښت د پیلولو لپاره د امریکا د بیا بیا ورانونکو اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ.

هغه له ریانووستي خبري اژانس سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا د ګډو ګټو په خپلواکه هیوادونو کښې د بلواو او د نښتو د رامینځته کولو لپاره د یوه فرصت د لټولو هڅه کوي وویل له دغو ورانکارو اقداماتو سره باید مقابله وکړو.

سرګي ناریشکین وویل د روسیې خارجي استخباراتي اداره په دوامداره توګه د ګډو ګټو په خپلواکه هیوادونو کښې  د کړکیچ د لسمولو لپاره د فرصت د موندلو لپاره د لویدیځو هیوادونو او د امریکا ورانونکي اقدامات څاري.

له دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو د ګډو ګټو په خپلواکه هیوادونو کښې وسله والې نښتې لویدیځو هیوادونو رامینځته کړي دي.

امریکا، انګلستان ، فرانسه ، جرمني ، صهیونیسټ رژیم، سعودي عربستان او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه په مرکزي اسیا او نورو ډیرو هیوادونو کښې له ترهګرو ډلو سره زیاتې مالي ، استخباراتي او لاجیسټیکي مرستې کوي.