د ایران او روسیې اقتصادي مبادلات ۴ میلیارډ ډالرو ته ورسیدل
وحید جلال زاده د ډله ایز امنیت د تړون د پارلیماني ټولنې په غونډې کښې د ګډون په موخه ماسکو ته دلی دی.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر ټینګار وکړ: د ایران او روسیې د اقتصادي مبادلاتو سویه په روان ۲۰۲۲ کال کښې ډیره لوړه شوې او د څلور میلیارډه ډالرو بې مخینې حد ته رسیدلې ده.
وحید جلال زاده د ډله ایز امنیت د تړون د پارلیماني ټولنې په غونډې کښې د ګډون په موخه ماسکو ته دلی دی.
د ایران د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن مشر په دغه سفر کښې وویل چې په روان ۲۰۲۲ کال کښې د ایران او روسیې په اقتصادي راکړو ورکړو کښې بې مخینې زیاتوالی راغلی او د ۴ میلیارډ ډالرو بې مخیني حد ته رسیدلي دي او په ډیرو برخو کښې د دواړو لورو اړتیاؤ ته په پام سره د اقتصادي اړیکو د پرمختګ لپاره پریمانه ظرفیتونه برابر شوي دي.