روسیې جاپان ته نږدې د توغندیو دفاعي سیسټم ځای پرځای کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124494-روسیې_جاپان_ته_نږدې_د_توغندیو_دفاعي_سیسټم_ځای_پرځای_کړ
د روسیي د دفاع وزارت په وینا، د پاسیفیک بیړۍ ساحلي ځواکونه د نږدې اوبو او تنګیو بشپړ وخت څارنه کوي او د لوژیستیکي ملاتړ لپاره په پارموشیر ټاپو کې یو نظامي کمپ جوړ شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2022 11:18 Asia/Kabul
  • روسیې جاپان ته نږدې د توغندیو دفاعي سیسټم ځای پرځای کړ

د روسیي د دفاع وزارت په وینا، د پاسیفیک بیړۍ ساحلي ځواکونه د نږدې اوبو او تنګیو بشپړ وخت څارنه کوي او د لوژیستیکي ملاتړ لپاره په پارموشیر ټاپو کې یو نظامي کمپ جوړ شوی دی.

 

د روسیې د دفاع وزارت اعلان وکړ چې د توغندیو دفاعي سیستم جاپان ته نژدې ځای پر ځای شوی دی.

افغان غږ خبری آژانس وایی د روسیې د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې د باسشن توغندی سیستم چې له ۵۰۰ کیلومترو زیات واټن ویشتونکی توغندی لری، د پاراموشیر په ټاپو کې ځای پر ځای شوی دی.

د روسیي د دفاع وزارت په وینا، د پاسیفیک بیړۍ ساحلي ځواکونه د نږدې اوبو او تنګیو بشپړ وخت څارنه کوي او د لوژیستیکي ملاتړ لپاره په پارموشیر ټاپو کې یو نظامي کمپ جوړ شوی دی.

په دغه بیانیه کښې دا هم ویل شوی دی چې د کریل په مرکزی برخه کښې د ماتوا په جزیره کښې د دغو ساحلی دفاعی سیسټمونو له نصبولو څه د پاسه یو کال وروسته بیشن سیسټمونه نصب شوی دی.

جاپان د کوریل ټاپوګانو د ملکیت ادعا کوي، چې دوی یې "شمالي سیمې" بولي. دا سیمه ایزه شخړه د دویمې نړیوالې جګړې پای ته رسیدلې کله چې شوروي ځواکونو دوی له جاپان څخه ونیول.

توکیو له خپلو غربي متحدینو سره یو ځای په اوکراین د روسیې د یرغل له کبله پر روسیې اقتصادي بندیزونه ولګول.

 

وروسته له هغه چې روسیې له جاپان سره د سولې د تړون له خبرو څخه ووت او د توکیو د بندیزونو له امله یې د منازعې کوریل ټاپوګانو اړوند ګډې اقتصادي پروژې ودرولې.