نیویارک کښې له یوه سړي 125 موبایل ټیلي فونونه غلا شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124496-نیویارک_کښې_له_یوه_سړي_125_موبایل_ټیلي_فونونه_غلا_شول
زمونږ خبریال وايي د امریکا په نیویارک کښې په ففیفت اویونیو(FIFTH-5) سیمه د ایپل موبائیل له یوه پلورنځي څخه یوه سړي درې سوه ايي فونز موبایلي ټیلي فونونه واخیستل او بهر ته روان شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 06, 2022 11:18 Asia/Kabul
  • نیویارک کښې له یوه سړي 125 موبایل  ټیلي فونونه غلا شول

زمونږ خبریال وايي د امریکا په نیویارک کښې په ففیفت اویونیو(FIFTH-5) سیمه د ایپل موبائیل له یوه پلورنځي څخه یوه سړي درې سوه ايي فونز موبایلي ټیلي فونونه واخیستل او بهر ته روان شو.

دغه سړي چې کله له دغه پلورنځي څخه دغه درې سوه ایپل موبائیل فونز واخیستل او هغه یې  په یوه یو شمیر بیګونو او کڅورو کښې واچول او بهر ته لاړ نو  هغه خپل ولاړ ګاډي ته له رسیدا مخکې له غلو سره مخامخ شو او له هغه یوسل پینځویشت ایي فونز غلا شول چې لګښت یې پینځه نوي زره ډالره دی.

د نیویارک د پولیسو وویل دغه اوویشت کلن ځوان چې موبائیلز ترې غلا شوي دي له دغه ايپل سټور یعني پلورنځي څخه اکثره په ګڼ شمیر کې ايي فونز په پیسو اخیستل  او وروسته یې بیا په خلکو باندې  خرڅول.

دغه اوویشت کلن ځوان چې کله د پلورنځي د باندې خپل ګاډي ته روان و نو شاته یې یو ګاډی ودرید او له ګاډي دوه کسان راکوز شول او هغه ته یې وویل چې دغه موبائیلز ټیلي فونونه ورکړي.

دغه اوویشت کلن ځوان د موبایلونو له ورکولو ډډه وکړه خو غلو له هغو له موبایلو د ډکو بیګونو د اخیستلو هڅه وکړه او په دې وخت کښې غلو ځوان په سوک وواهه او له موبایلو څخه ډک یو  بیګ یې غلا کړ.