د امریکا نیمايي خلکو له ډیرو مشکلاتو سره مخ دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124534-د_امریکا_نیمايي_خلکو_له_ډیرو_مشکلاتو_سره_مخ_دي
ایرنا خبري اژانس وايي د یوې نوي نظر سنجې پایلې وايي د امریکا څه د پاسه نیم خلک د انفلاسیون له کبله له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2022 02:31 Asia/Kabul
  • د امریکا نیمايي خلکو له ډیرو مشکلاتو سره مخ دي

ایرنا خبري اژانس وايي د یوې نوي نظر سنجې پایلې وايي د امریکا څه د پاسه نیم خلک د انفلاسیون له کبله له مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.

د پیټرولو د بیو ډیر زیاتیدل ، د کورونو د کرایو ډیریدل  او د خوراکي شیانو په شمول د اساسي شیانو د بیو زیاتیدل په تیرو یوڅلویښتو کلونو کښې په امریکا کښې د انفلاسیون د زیاتیدا سبب شوي دي.

د امریکا د خلکو لپاره د شیانو د بیو اټکل سخت شوی دی په دې ډول چې تر راتلونکو دریو ورځو لپاره د شیانو د بیو اټکل نشي کیدلای.

د ګالوپ موسسې د نظر سنجې د پایلو پراساس چې پرون خپرې شوې د امریکا پینځه پنځوس فیصده خلک له اقتصادي مشکلاتو سره مخ دي او ولس  د انفلاسیون له کبله له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې دغه شمیر له تیر کال راهسې پینځه څلویښت فیصدو ته رسیدلی دی.