د جاپان یو ښاریز ولې د پولیسو لخوا ونیول شو؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124658-د_جاپان_یو_ښاریز_ولې_د_پولیسو_لخوا_ونیول_شو
زمونږ خبریال وايي د جاپان پولیسو په نهو ورځو کښې د دوه زره او شپیته (۲۰۶۰) ځله د ټیلي فون په کولو سره یو بوډا کس ونیوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2022 09:36 Asia/Kabul
  • د جاپان یو ښاریز ولې د پولیسو لخوا ونیول شو؟

زمونږ خبریال وايي د جاپان پولیسو په نهو ورځو کښې د دوه زره او شپیته (۲۰۶۰) ځله د ټیلي فون په کولو سره یو بوډا کس ونیوه.

ویل کیږي چې د جاپان د دغه بوډا سړي لخوا پولیسو ته د دغو ټیلي فونونو د کولو هدف هلته په موجوده  پولیسو عملې باندې له مالیاتو څخه د ځانونو د تښتولو او د نالایقتوب په موردونو باندې د خپګان څرګندول وو.

د جاپان د «سیټما پریفیکچر» سیمې دغه ښاریز اوه شپیته کلن دی او هغه د روان میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له دیرشمې نیټې څخه د اکتوبر د میاشتې تر اتمې نیټې پورې د پریفیکچورل د پولیسو مرکز ته ټول ټال دوه زره شپیته ځلې ټیلي فونونه کړي دي چې له پولیسو څخه خپله غصه څرګنده کړي او هغوې ته وویل شي چې تاسو ټول له کارونو  څخه د لیرې کولو وړتیا لرئ.

که چیرې په نهو ورځو کښې د دغو ټیلي فونونو شمیر وګڼل شي نو دا په هرو شپږو دقیقو کښې یو ټیلي فوني تماس جوړیږي او د هغه د ټیلي فونونو د کولو ټول ټال ساعتونه اوویشت(۲۷) ساعته کیږي.

بالاخره د جاپان پولیس له دغه سړي څخه پوزې ته راغلل او هغوې د نوموړي سړي په کور چاپه ووهله او هغه یې د پولیسو په کارونو کښې د خنډ د رامینځته کولو په تور ونیوه.

د جاپان د دغه اوشپیته کلن سړي نوم نه دی ښودل شوی خو هغه په ځان باندې د لګیدلیو تورونو په منلو سره وویل زه پوهیدم چې په څو ورځو کښې به پولیس راشي او ما به ونیسي.