اټلانټیک زمري سیمي فاینل ته ورسیدل
د مراکش ملي ټیم د قطر ۲۰۲۲ کال د نړیوال کپ په سیالیو کښې د خپلو حیرانونکو لوبو په دوام کښې وتوانیده چې د پرتګال ملي ټیم ته ماتې ورکړي او نیمه پایلوبې ته ورسیږي
مراکش د فوټبال د تاریخ وړومبنې افریقايي ټیم دی چې د نړیوال کپ د سیالیو څلورو غوره لوبډلو کښې شامل شو.
د یادو سیالیو په کوارټر فاینل کښې د مراکش او پرتګال ترمینځ مقابله د ایران په وخت تیر ماسخوتن شپږنیمې بجې پیل شوه.
مراکشي لوبغاړي یوسف النصیري د لوبې په ۴۳ مې دقیقې کښې په پرتګال ګول وکړ چې ورسره د مراکش ټیم د نړیوال کپ سیمي فاینل یا نیمه پایلوبې ته ورسید.
د پرتګال تکړه فارورډ او مشهور لوبغاړی کرس رونالډو د لوبې په ۵۱ منټ کښې میدان ته ووته خو د ګول وهلو حتی یوه موقع یې هم ترلاسه نه کړې شوه.
ځینو سرچینو ویلي چې ښايي دا د رونالډو وروستۍ ملي لوبه وي.
د مراکش تکړه ګول کیپر یاسین بونو چې یوځل بیا د لوبې د غوره لوبغاړي په توګه انتخاب شو، خپل انعام یې د ټیم ګول کونکي یوسف النصیري ته ډالۍ کړ.
د ویلو ده چې د مراکش د فوټبال ملي ټیم د قطر د نړیوال کپ په پنځو سیالیو کښې یوازې یو ګول خوړلی دی، اسپانیا او بیلجیئم ته یې ماتې ورکړې ده او له کروئیشیا سره یې سیالي برابر پاتې شوه او د پرتګال په شان تکړه ټیم له ماتولو وروسته، په سیمي فاینل کشې ځان له فرانسې سره مقابلې ته چمتو کوي.