د دغه مار زهر سل انسانان وژلی شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124810-د_دغه_مار_زهر_سل_انسانان_وژلی_شي
زمونږ خبریال راپور راکړی داسې مار هم شته چې د هغه د یو ځل د چیچلو په وخت خارج شوي زهر سل انسانان مړ کولای یعني دوه نیم لکه موږکان وژلی شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 13, 2022 09:26 Asia/Kabul
  • د دغه مار زهر سل انسانان وژلی شي

زمونږ خبریال راپور راکړی داسې مار هم شته چې د هغه د یو ځل د چیچلو په وخت خارج شوي زهر سل انسانان مړ کولای یعني دوه نیم لکه موږکان وژلی شي.

دا یو ښکاره حقیقت دی چې د مارانو په شپږسوه زهرجنو قسمونو او ډولونو کښې یوازې دوه سوه ماران انسانان مړ کولای یا ورته تاوان رسولی شي.

په اسټرالیا هیواد کښې این لینډ ټائیپن مار د زهرجنو مارانو په فهرست کښې په سر کښې دی او له دغه مار څخه خلکو ته د ځانونو د لیرې سپارښتنه شوي ده.

د اسټرالیا میوزیم وايي دغه این لینډ ټائپن مار ته  په دنیا کښې تر ټولو زهرجن مار ویل کیږي.

دا یو لوی مار دی چې ډیر پیاوړی دی او سر یې هم مسطیل ډوله دی.

د اسټرالیا میوزیم وايي چې دغه مار سهار وختي ډیر بوخت وي او پاتې ورځ له پناه اخیستلو مخکې د خاورو سترو سوړو او د ځناورو  د وسیدو ځایونو ته نږدې ګرځي راګرځي او هلته واښه خوري.

دغه زهرجن مار په یو ځل چیچلو کښې یوسل لس ملي ګرامه زهر وباسي او دغه زهر د سلو انسانانو یعني د دوه نیم لکو موږکانو د وژلو لپاره کافي دي.