د امریکا خلک حکومت تر ټولو ستر مشکل ګڼي
Dec 14, 2022 01:59 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي د ګالوپ موسسې نظر سنجې وايي د امریکا خلک خپل حکومت په روان میلادي کال کښې د هیواد اصلي مشکل ګڼي.
دا په تیرو لسو کلونو کښې اوم کال دی چې د امریکا خلک د خپل هیواد حکومت اصلي مشکل بولي.
په متوسط ډول د امریکا نولس فیصده خلکو د حکومت ځینې اړخونه او ورپسې شپاړس فیصده خلکو انفلاسیون او دولس فیصده خلکو بیا اقتصاد اصلي مشکل وباله.
دغه نظر سنجې وښودله چې ریپبلیکن ګوند له ډیموکراټ ګوند او خپلواکه کسانو څخه زیات د امریکا حکومت د اصلي مشکل په توګه بللی دی.
د این بي سي نیوز ټیلي ويژن نوي نظر سنجې هم وايي چې د امریکا اکثره خلک د دوه زره څلرویشتم میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د امریکا د اوسني ولسمشر جوبایډن او د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ګډون کولو مخالف دي.
ټیګونه