په استانبول کښې د ترکیې د حکومت ضد مظاهرې وشوې
ایرنا خبري اژانس وايي د ترکیې د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو په زرګونو پلویان د دوهمې ورځې لپاره د فعالیت په بندیز باندې د اعتراض لپاره واټونو ته راووتل او له واک څخه د ولسمشر رجب طیب اردوغان د څنګ ته کیدا غوښتنه یې وکړه.
د ترکیې د «ښه» ګوند مشر مرال اکشنر چې د امام اوغلو په شان د حکومت مخالف دی او د استانبول د ښاروالۍ د ودانې مخ ته د اعتراض کونکو کسانو په مینځ کښې موجود و په دې هکله وویل په ترکیې کښې به ظلم او بې عدالتۍ ختمه کړو.
ډیرو اعتراض کونکو امام اوغلو د ترکیې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان تر ټولو مطرح سیال جاجوه.
د ترکیې محکمې په تیرې چهارشنبې ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان سیال او د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو حکومتي چارواکو ته د سپکاوي په تور په څه د پاسه دولس کاله زندان او له سیاسي فعالیتونو په منع کولو محکوم کړ.