په استانبول کښې د ترکیې د حکومت ضد مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124938-په_استانبول_کښې_د_ترکیې_د_حکومت_ضد_مظاهرې_وشوې
ایرنا خبري اژانس وايي د ترکیې د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو په زرګونو پلویان د دوهمې ورځې لپاره د فعالیت په بندیز باندې د اعتراض لپاره واټونو ته راووتل او له واک څخه د ولسمشر رجب طیب اردوغان د څنګ ته کیدا غوښتنه یې وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2022 02:05 Asia/Kabul
  • په استانبول کښې د ترکیې د حکومت ضد مظاهرې وشوې

ایرنا خبري اژانس وايي د ترکیې د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو په زرګونو پلویان د دوهمې ورځې لپاره د فعالیت په بندیز باندې د اعتراض لپاره واټونو ته راووتل او له واک څخه د ولسمشر رجب طیب اردوغان د څنګ ته کیدا غوښتنه یې وکړه.

د ترکیې د «ښه» ګوند مشر مرال اکشنر چې د امام اوغلو په شان د حکومت مخالف دی او د استانبول د ښاروالۍ د ودانې مخ ته د اعتراض کونکو کسانو په مینځ کښې موجود و  په دې هکله وویل په ترکیې کښې به ظلم او بې عدالتۍ ختمه کړو.

ډیرو اعتراض کونکو امام اوغلو د ترکیې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د اوسني ولسمشر رجب طیب اردوغان تر ټولو مطرح سیال جاجوه.

د ترکیې محکمې په تیرې چهارشنبې ورځ د ولسمشر رجب طیب اردوغان سیال او د استانبول ښاروال اکرم امام اوغلو حکومتي چارواکو ته د سپکاوي په تور په څه د پاسه دولس کاله زندان او له سیاسي فعالیتونو په منع کولو محکوم کړ.