د ترکیې جعلي ډاکټره ونیول شوه خو څرنګه؟
زمونږ خبریال راپور راکړی د ترکیې یوې میرمنې له طبي زده کړو پرته د ځان په ډاکټر ښودلو سره د خلکو علاج او معالجه کوله.
ویل کیږې چې د ترکیې شل کلنې انجلۍ د طبي زده کړو له ترلاسه کولو پرته په یوه روغتون کښې کار کاوه چې هغه اوس نیول شوي ده.
د ترکیې د دغه انجلۍ ائیزې اوزکیراز کورنۍ غوښتل چې هغه ډاکټره جوړه شي او دغه انجلۍ له لیسې یعني لسم کلاس وروسته د طب د پوهنتون امتحان ورکړ خو ناکامه شوه.
د ترکیې دغه انجلۍ خپل مور او پلار ناهیلي کول نه غوښتل او هغې د خپلې ناکامۍ د منلو پرځاې خپل مور او پلار ته وویل چې ما ته د طب په پوهنتون کښې د درس ویلو اجازه راکړل شوي ده او زه اوس ډاکټره جوړیږم.
د ترکیې دغه انجلۍ د امتحان جعلي شمیره او سندونه جوړل کړل چې مور او پلار یې هیڅ پوه نشي.
د ترکیې دغه انجلۍ ائیزې اوزکیراز نه یوازې خپلې مور او پلار ته دروغ وویل بلکې د استنبول په یوې لیلیې کښې هم وسیدل پیل کړي او خلکو ته یې وویل چې دې د طب د پوهنتون محصیله ده.
د ترکیې دغه انجلۍ د محصیلې جعلي سند هم جوړ او د طب پوهنتون ته تله راتله او هلته یې د طب پوهنتون له محصیلینو سره تګ راتګ درلود.
د ترکیې دغه انجلۍ په یوه روغتون کښې په کار پیدا کولو هم بریالۍ شوه.
وروسته د ترکیې ډاکټران د دغه انجلۍ په هکله شکمن شول ځکه چې هغې د بنیادي طبي پوښتنو ځوابونه نشو ورکولای یا یې غط ځوابونه ورکول.
کله چې د ترکیې ډاکټران باوري شول چې میرمن ائیزې اوزکیراز د خپلې روزنې په هکله دروغ وايي نو هغوې پولیس راوغوښتل.
د ترکیې پولیسو چې کله د دغه انجلۍ د کوټې تلاشي واخیستله نو هلته یې د بیلابیلو روغتونونو جعلي پیژند پاڼې ، جعلي مدرکونه او د ډاکټرانو دریشې کشف کړې.
د ترکیې پولیسو دغه انجلۍ ونیوله او هغې تر یوه کال پورې د جعلي ډاکټر په توګه په کار کولو اعتراف وکړ.