د اروپایي اتحادیې نویو بندیزونو ته د روسي چارواکو ځواب
https://parstoday.ir/ps/news/world-i124986-د_اروپایي_اتحادیې_نویو_بندیزونو_ته_د_روسي_چارواکو_ځواب
د روسیې د خارجه وزارت مرستیال تاکید وکړ چي د مسکو په ضد د نویو بندیزونو لګېدا د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو ملي ګټو ته زیان اړوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2022 09:16 Asia/Kabul
  • د اروپایي اتحادیې نویو بندیزونو ته د روسي چارواکو ځواب

د روسیې د خارجه وزارت مرستیال تاکید وکړ چي د مسکو په ضد د نویو بندیزونو لګېدا د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو ملي ګټو ته زیان اړوي.

اروپایي اتحادیې یو ځلې بیا د اکراین د شخړې په پلمې په روسیې د نویو بندیزونو د لګېدو اعلان کړی دی.

دغو بندیزونو کې ۳ روسی بانکونه او ۲۰۰ موسسې او شخصیتونه، صادرات او واردات او د روسیې په معادنو کې پانګونه شامل شوي دي.

د نویو بندیزونو سره سم، همدارنګه روسیې ته د هوایي صنعت پورې د اړوندو ټکنالوجیو او د الوتکو د پرزو په لېږد هم پابندۍ لګېدلي دي.

د روسیې د خارجه وزیر مرستیال الکسانډر ګروشکو تېره ورځ رسنیو ته وویل: د اروپایي اتحادیې غړو هیوادونو د انرژی، راکړو ورکړو او سونګو پورې اړوند اصول څنګ ته کوي، دا دوی انتخاب دی، دا اقدامات نړیوال اقتصادي اړیکې چي د کلونو په دوران کې بڼه نیولې، کمزوري کوي.

هغه زیاته کړه: دا بندیزونه د امریکې په ګټه هم نه ده، روسیه به د خپلو اقتصادي ګټو د خوندي ساتلو په موخه اړین اقدامات تر سره کړي.

د کرملین د ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف هم ویلي چي روسیه به د اروپایي اتحادیې نویو بندیزونو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي.