ملګروملتونو د افغانستان طالبانو ته خبرداری ورکړ
جمهور خبري اژانس راپور ورکړی د افغانستان په چارو کښې د ملګروملتونو د معاونت د ادارې د دفتر(یوناما) استازي مارکس پوټزل د افغانستان د خلکو په تیره بیا د ښځو او د انجلیو د حقوقو په وړاندې د طالبانو په بې عملۍ باندې نیوکې سره وویل ممکنه ده چې له طالبانو سره د تعامل په هکله د نړیوالې ټولنې صبر ختم شي.
هغه د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا په پرونۍ غونډې کښې وویل د ښځو د حقوقو پرضد زیاتیدونکي محدودیتونه ښودنه کوي چې طالبان د افغانستان د څه د پاسه پنځوس فیصده نفوسو په هکله بې تفاوته دي او دغه ډله ګروهنه لري د نړیوالې څنګ ته کیدا له خطر سره مخ شي.
مارکس پوټزل وویل ممکنه ده چې له طالبانو سره د تعامل د سټراټیژۍ په هکله د نړیوالې ټولنې د ډیرو غړیو صبر ختم شي.
د ښځو د اساسي حقوقو تامینول ، د انجلیو د ښوونځیو په کامل ډول بیرته پرانیستل، د نورو هیوادونو پرضد د افغانستان د خاورې نه استعمالیدل او په دغه هیواد کښې د پراخ بنسټه حکومت جوړول د طالبانو د حکومت په رسمیت د پيژندلو لپاره د نړیوالې ټولنې وارمخکې شرطونه دي.