ارژانتین د فوټبال د ۲۰۲۲ د نړیوال جام ګټونکی شو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125072
د ارژانتین د فوټبال ملي ټیم د فرانسې په ماتې ورکولو سره، په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام ګټونکی شو.
(last modified 2023-10-01T07:50:45+00:00 )
Dec 19, 2022 07:44 Asia/Kabul
  • ارژانتین د فوټبال د ۲۰۲۲ د نړیوال جام ګټونکی شو

د ارژانتین د فوټبال ملي ټیم د فرانسې په ماتې ورکولو سره، په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام ګټونکی شو.

د فوټبال د نړیوال جام وروستۍ سیالۍ تېره شپه د قطر په لوسیل سټدیوم کې د فرانسې او د ارژانتین تر مینځ تر سره شوه، لوبه په دریو ګولونو سره مساوي شوه او ګټونکې په پنالټیو سره معلومه شوه.

فرانسه په پنځو پنالټیو کې دوه ګولونه ولګول، خو ارژانتین د څلورو ګولونو په لګولو سره، لوبه وګټله او د فوټبال د نړیوال جام ګټونکی شو.

ارژانتین تر دې مخکې یو ځلې په ۱۹۷۸ او بیا په ۱۹۸۶ میلادي کلونو کې د فوټبال د نړیوال جام ګټونکی شوی وو.