امریکا اوکراین ته یو میلیارډ ډالره نوره مرسته ورکوي
ایرنا خبري اژانس وايي له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو د هراړخیزه مرستو او د روسیې پرضد د دباونو د زیاتولو په دوام سره امریکا کي یف ته یو میلیارډ نور ډالر ورکوي.
د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون وویل خارجه وزیر ته دغه اختیار ورکوم چې له اوکراین سره د نیغ په نیغفه امنیتي مرستې په توګه یو میلیارډ ډالره بیل کړي.
هیله کیږي د امریکا ولسمشر جوبایډن امریکا ته د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د سفر په وخت په ټول کښې دوه میلیارډه ډالره امنیتي مرسته چې پکښې پاټریاټ توغندي هم شامل دي اوکراین ته بیله کړي.
لس میاشتې کیږي چې د اوکراین جنګ دوام لري او دغه هیواد ته د امریکا او د لویدیځو هیوادونو لخوا د وسلو او ترهګرو استول اوس هم دوام لري.
اروپايي او لویدیځو هیوادونو په تیره بیا امریکا د روسیې پرضد د بایکاټونو په زیاتولو او کي یف ته د ډول ډول سپکو او د درنو وسلو په ورکولو سره نه یوازې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره کوم ګام نه دی پورته کړی بلکې له مخکې څخه زیات د جنګ د زیاتولو کوشش یې کړی دی.
روسیې په ځلونو ویلي دي چې اوکراین ته د امریکا او د اروپايي هیوادونو د وسلو استول به نه یوازې د جنګ د اوږدیدا سبب شي بلکې د نه اټکل وړ پایلې به ځان پسې ولري.