فرانسه کې مظاهره کوونکو سره تاوتریخجن چلند ته د ایران غبرګون
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125336-فرانسه_کې_مظاهره_کوونکو_سره_تاوتریخجن_چلند_ته_د_ایران_غبرګون
د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاع رسونې د شورا مشر په فرانسه کې مظاهر کوونکو سره، د پولیسو د تاوتریخجن چلند غندنه کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2022 11:20 Asia/Kabul
  • فرانسه کې مظاهره کوونکو سره تاوتریخجن چلند ته د ایران غبرګون

د ایران د اسلامي جمهوریت د اطلاع رسونې د شورا مشر په فرانسه کې مظاهر کوونکو سره، د پولیسو د تاوتریخجن چلند غندنه کړې ده.

د ایسنا له راپور سره سم، د ایران د حکومت د اطلاع رسونې د شورا مشر په خپل ټوییټر کې ولیکل: د فرانسې له حکومته غواړو چي د سوله ایزو مظاهره کوونکو سره په مقابله کې له تشدد څخه کار وانخلي.

هغه د فرانسي حکومت ته سپارښتنه وکړه چي د مظاهره کوونکو له ډبولو ډډه وکړي او د هغوی په ضد اوښکي بهوونکې ګاز نه کاروي او له خلګو سره، مناسب چلند وکړي او د لږکیو د امنیت او حقوقو په تامینولو کې هڅه وکړي.

په تېرو ورځو کې د یوه فرانسوی تندلاری له لورې په کردانو باندې د برید په پایله کې درې تنه ووژل شول، دا برید په داسي حال کې شوی چي دغه فرانسوی یوه میاشت مخکې هم په تورې سره، په کډوالو برید کړی وو، خو د هغه د پولیسو له لورې تر نیول کېدو وروسته خوشی شوی وو.

د کردانو د امنیت په تامینولو کې د فرانسي د حکومت غرضي چلند سبب شوی چي په پاریس کې میشت کردان د حکومت په ضد مظاهرې وکړې چي د فرانسې د پولیسو له سخت ځواب سره مخامخ شوی دی.

تېرو ورځو کې د پولیسو او د خلګو تر مینځ نښتې شوي او مظاهره کوونکي د پاریس په ځینو سیمو کې موټرانو ته اور په ورکولو سره، سړکونه بند کړي دي.