روسیې د اوکراین حکومت ته خبرداری ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125370-روسیې_د_اوکراین_حکومت_ته_خبرداری_ورکړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اوکراین ته خبرداری ورکړ که چیرې کي یف د ماسکو په وړاندیزونو باندې عمل ونکړي نو د روسیې پوځ به په دې هکله فیصله وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2022 08:19 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین حکومت ته خبرداری ورکړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف اوکراین ته خبرداری ورکړ که چیرې کي یف د ماسکو په وړاندیزونو باندې عمل ونکړي نو د روسیې پوځ به په دې هکله فیصله وکړي.

هغه پرون اوکراین ته  خبرداری ورکړ د روسیې په وړاندیزونو چې د روسیې تر کنټرول لاندې د سیمو تسلیمول په شامل دي عمل وکړي ګڼي په دې هکله به د روسیې پوځ فیصله وکړي.

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف وویل زمونږ په وړاندیزونو کښې د غیر پوځي کول، د اوکراین تر کنټرول لاندې د سیمو کښې د نازیانو له مینځه وړل او د روسیې د امنیت پرضد د ګواښونو ختمول دي چې له هماغه ځایه او زمونږ له نویو ځمکو څخه سرچینه اخلي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په تیرې یکشنبې ورځ د اوکراین د جنګ په هکله د یوې منلو وړ حل لارې ته د رسیدا په هکله د ګروهنې په څرګندولو سره وویل چې کي یف خبرې نه کوي.

هغه وویل روسیې له دوه زره څوارلسم میلادي کال راهسې هڅه کړي ده چې په اوکراین کښې د کړکیچ لپاره یوه ډيپلوماټیکه حل لاره پیدا کړي خو اوکراین د لویدیځو هیوادونو لخوا اداره کیږي او کي یف خبرو ته هیڅ ګروهنه نه ده ښودلي.