دغه مار د کور څوکیداره کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125414-دغه_مار_د_کور_څوکیداره_کوي
زمونږ خبریال وايي اوس د یوه کور څوکیداره کوم انسان نه بلکې یوه زهرجن ستر مار ترسره کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 28, 2022 07:57 Asia/Kabul
  • دغه مار د کور څوکیداره کوي

زمونږ خبریال وايي اوس د یوه کور څوکیداره کوم انسان نه بلکې یوه زهرجن ستر مار ترسره کوي.

هو تاسو بیخي سم ولوستل.

په اینټرنیټ پاڼو باندې یوه ویډیو او انځور خپور شوي چې پکښې لیدل کیږي د کور په دروازې کښې یو مار ناست دی.

د دغه ویډیو شیرکونکي ویلي دي چې دا تر ټولو ښه امنیت نظام دی.

څوک به داسې زړه او همت وکړي چې د ستر مار په لیدو سره دغه کور ته ننوځي.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه ویډیو او مار په کوم هیواد کښې دی خو د کور له دیوالونو معلومیږي چې دا کوم اسیایي هیواد دی.