د هګیو د ساتلو لپاره مور د ټریکټر مخ ته ورغله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125532-د_هګیو_د_ساتلو_لپاره_مور_د_ټریکټر_مخ_ته_ورغله
زمونږ خبریال راپور راکړی د خپلو هګیو د ساتلو لپاره یوه مرغۍ د ټریکټر په وړاندې ودریده او خپله زړورتیا یې خلکو ته وښودله او خلکو هم دغه مرغۍ ډیر وستایله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 31, 2022 06:15 Asia/Kabul
  • د هګیو د ساتلو لپاره مور د ټریکټر مخ ته ورغله

زمونږ خبریال راپور راکړی د خپلو هګیو د ساتلو لپاره یوه مرغۍ د ټریکټر په وړاندې ودریده او خپله زړورتیا یې خلکو ته وښودله او خلکو هم دغه مرغۍ ډیر وستایله.

مور که د انسانانو وي یا د بې ژبې ځناورو یا د مرغانو او د یا نورو ځناورو وي د هغې لومړیتوب د خپلو بچیانو حفاظت کول او ساتنه ده.

په اینټرنیټ پاڼو باندې اوس د دغه یوې مرغۍ د جرات ډیره ستاینه روانه ده.

په دغه عکس کښې ښودل شوي دي چې یوه مور څرنګه د خپلو بچیانو چې تراوسه له هګیو نه دي راوتلي په کوم ډول ساتنه او حفاظت کوي.

په دغه عکس کښې لیدل کیږي چې په یوې کوچنۍ ځالې کښې یوشمیر هګۍ شته او مور ورباندې ناسته ده او وزرونه یې خلاص کړي دي چې دغه هګۍ له ټریکټر څخه بچ کړي.

حتی ټریکټر د دغه مرغه د پاسه تیریږي خو هغه هیڅ نه ویریږي او نه یوه شیبه خپل وزرونه بندوي.

بل خوا د ټریکټر موټروان او ډرائیور هم په ډیر مهارت سره ټریکټر چلوي چې هغه دغه مرغۍ ،  د هغې ځالې او د هغه بچیانو ته هیڅ تاوان ونه رسوي.

دغه عکس تراوسه یولک او شپیته زره کسانو لیدلی او دوه زره کسانو خوښ کړی هم دی.

په اینټرنیټ باندې خلکو په تبصرې کولو سره د دغه مرغۍ جرات او د ډرائیور د مهارت ستاینه کوي.

د اینټرنیټ ځینې کارونکي وايي واقعا چې مور د خپلو بچیانو د حفاظت او ساتلو لپاره د خپل ژوند او د ځان پروا هم نه کوي.